روهي (جمعه/۲۳ د کب)، د ملرګو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو ګوتریش افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د بيا ځل ولسمشر کېدو پر اساس د مبارکۍ پيغام رالېږلی او د همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی.
ياد پيغام ګې لېکل شوي دي، "خوشحاله یم چې له افغان ولس او حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د مشارکت او ګډو هڅو په روحیه شته ستونزو او فرصتونو ته د رسېدګۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدار تعهد ډاډ درکوم.
هیله لرم چې ستاسې تر رهبرۍ لاندې د ملګرو ملتونو سازمان او افغانستان ترمنځ همکاري لاپیاوړې کېږي."
له دې وړاندې کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړي استازي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د مبارکي ويلې وه.
وروستي