د کاناډا لومړی وزیر او مېرمن یې قرنطین شول

روهي(جمعه/۱۳ د کب)، د کاناډا د لومړي وزیر مېرمن سوفي ګرګوار طبي ازموینې ښيي چې کورونا ده او د دوو اونیو لپاره به قرنطین وي. کله چې له معاینې وروسته کورونا تایید شوه، نو ویې ویل: که څه هم د دې ویروس ناراموونکې نښې لرم، خو بېرته به په خپلو پښو ودرېږم.
 
خپله د لومړي وزیر معاینه نه کېږي، ځکه چې په دې ویروس د اخته کېدو هیڅ نښه پکې نه ده لیدل شوې.د ښاغلي تروډو دفتر وايي، له قرنطین سره به نوموړی د لومړي وزیر په توګه خپل کار کوي.د ښاغلي تروډو بدني حالت هم مناسب بلل شوی دی ټاکلې ده، نوموړی سبا د کاناډا خلکو ته وینا وکړي.
 
کاناډا کې تر دا مهاله د کورونا نږدې ۱۰۳ پېښې تایید شوې دي.اوس روغتیاپال له هغو کسانو سره اړیکه نیسي چې وروستیو کې یې له سوفي ګرګوار سره لیدلي دي.د نوموړې له ازموینې وروسته لومړي وزیر هم ځان قرنطین کړ.د ښاغلي ترډو دفتر وايي: د مېرمن ګرګوار حالت ښه دی او د ناروغۍ نښې یې هم مناسبې دي.