
روهي (جمعه/۲۳ د کب)، د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له اريانا نيوز سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي دي، چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ راپورته شوې ستونزه د حل وړ ده.
خليلزاد ويلي دي چې مونږ هيله لرو ترڅو د دوی دو ترمنځ يوه هوکړه رامنځ ته شي او رامنځ ته به هم شي چې شته ستونزې يې سره حل شي.
نوموړي د افغان حکومت له خوا د طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه ويلي دي، چې بايد داسې ضمانت وړاندې شي چې طالب بنديانو له خوشي کېدو وروسته د جګړې کرښو ته لاړ نه شي.
له دې وړاندې نوموړي له طلوع نيوز سره هم په يوې مرکې ويلي وو، چې هڅه کوي ترڅو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي واک پر سر راپورته شوې ستونزه حل شي.