هېلري کلېنټن :فغان مېرمنې باید د سولې خبرو کې برخه ولري او حقونه یې له پامه ونه غورځول شي

روهي(جمعه/۱۳ کب)، مېرمن کلېنټن وویل، د سولې په بهیر کې د ښځو نه ګډون "نه یوازې له اخلاقي پلوه سم نه دی، بلکې خطرناک هم دی. د ټولو هېوادونو لپاره چې استازي یې دلته راغلي خطرناک دی. دا اجازه باید ورنه کړو چې له مېرمنو سره امرانه چلن وکړي، افغان مېرمنو اوس دومره پرمختګ کړی، د خبرو پرهغه مېز چې د دوی د حقونو په اړه پکې پرېکړه کېږي ونه ایستل شي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلېنټن د ملګرو ملتونو مرکز کې یوې ناستې ته په وینا کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، افغان مېرمنې باید خبرو کې برخه ولري او حقونه یې له پامه ونه غورځول شي.
 
دا غونډه پرون د چارشنبې"د کب ۲۰" په ورځ په ملګرو ملتونو کې د برتانیا او افغانستان د استازولیو له لوري جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د افغانستان د ښځینه فعالانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون درلود.