له ډونلډ ټرمپ سره تر لېدلو وروسته چې د برازیل یو لوړپوړی چارواکی هېواد ته ستون شوی، کورونا نیولی دی



روهي(جمعه/۱۳ د کب)، د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره تر لېدلو وروسته چې د برازیل یو لوړپوړی چارواکی هېواد ته ستون شوی، کورونا نیولی دی. تېره اونۍ وجنګارټن پر خپل ټوېتر داسې انځور لګولی و چې پکې له ولسمشر ټرمپ او مایک پېنس سره څنګ په څنګ ولاړ و.
 
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د برازیل پلاوي ته په مېلمستیا کې د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جراډ کشنر هم ګډون درلود.برازیل کې تر پنجشنبې ورځې د کورونا ویروس ۷۳ پېښې تایید شوې، خو دغه هېواد کې نهه سوه دېرش کسان شکمن دي.
 
برازیل ته تر ستنېدو وروسته یې نزله درلوده، چې کله یې معاینه وشوه، په کورونا اخته شوی و.وجنګارټن تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د هغو څو نورو چارواکو معاینه هم کېږي چې له نوموړي سره فلوریډا ته تللي وو.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ