هغه پلاوی چې افغان حکومت له طالبانو سره د لومړي تماس ټینګولو په موخه قطر ته استولی و کابل ته ستون شوی

روهي(جمعه/۱۳ د کب)، ولسمشر محمد اشرف غني د تازه فرمان د ښه تطبیق لپاره چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو او عفوې په تړاو صادر شوی، د افغان حکومت یو بل پلاوی به دوحې ته سفر وکړي. خو د سفر نېټه یې نه ده یاده شوې. د ملي امنیت شورا بیان کې له طالبانو سره د دې پلاوي د لیدنې په اړه څه نه دي ویل شوي. خو زیاتوي چې دې پلاوي د امریکا، قطر، ناروې اندونیزیا او جرمني له چارواکو سره لیدلي دي.
 
هغه پلاوی چې افغان حکومت له طالبانو سره د لومړي تماس ټینګولو په موخه قطر ته استولی و، له شاوخوا دوه اوونیو تېرولو وروسته کابل ته ستون شوی. د لومړي تماس په موخه په تېر پلاوي کې د سولې د وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د ملي امنیت شورا مرستیال سلیم شاه ابراهیمي، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر فیض الله ذکي، د عدلیې وزارت مرستیاله مېرمن زکیه عادلي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي مظفري او د محابسو د تنظیم ادارې مشر ښاغلی توتاخېل شامل وو.