زمان احمدي له اته کاله زندان وروسته نن خوشی شو 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د کب)، د زمان احمدي په نوم يو کس چې په ۱۳۹۱ل کال کې محکمې په شل  کاله بند محکوم کړ، د اته کاله بند تېرولو وروسته  نن له زندان ازاد کړی شوی دی.

نوموړي په ۱۳۹۱ل کال کې باميانو کې د بودا مجسمو په اړه مقاله لېکلې وه، چې د دريمې حوزې د لومړنۍ محکمې د حکم پر اساس په شل کاله بند محکوم شو. 

د محکمې د پرېکړې پر اساس زمان احمدي په خپلې مقالې کې د اسلام سپيڅلي دي سپکلوی او توهين کړی وو. نوموړي ته اته کاله د بند سزا ورکړل شوې وه، خو د شکايتونه وروسته يې قضيه بيا وکتل شوه او نن خوشی شو.