افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له پخواني اجرائيه رئيس (عبدالله عبدالله) سره کتلي 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د کب)، د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ځانګړي استازي يماموتو سره يې لېدنه کړې ده. 

پخوانی اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله چې اوس مهال چې ځان د ولسمشر په توګه يادوي ليکلي دي چې په دې لېدنه کې د هېواد پر روان سياسي وضعيت او همدا ډول د سولې پر بهير خبرې شوې دي. 

د ملي يووالي حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره دوشنبه لوړه وکړه او ځان يې ولسمشر اعلان کړ، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په شمول يې هېڅ بهرنی سازمان او يا هېواد په رسميت نه پېژني.