هندۍ فلمي اداکاره پریانکا چوپړا

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د کب)،  پریانکا چوپړا د هندوستان بالېووډ سېنما فلمي اداکاره ده چې په ۱۹۸۲ز کال کې د هندوستان په جرخند کې زږېدلې ده. نوموړې سندرغاړې، فلمي لوبغاړه او پروډېسره ده. 

نوموړې د هندوستان په فلمي صنعت کې په ۲۰۰۳ کال کې کار پيل کړی. د نوموړي لومړی فلم اتل يا The hero په نوم دی. 

۲۰۱۲ کال نوموړي د لوېديځ په هاليووډ سېنما کې کار پيل کړ. ۲۰۱۰ کال کې نوموړې د ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ښّ نيت سفيره وټاکل شوه.

چوپړا په ۲۰۱۸ز کال کې د نیک جوناس په نوم له يو امريکايي فلمي ستوري او سندرغاړي سره واده وکړ.