د پاکستان حکومت په دولتي ادارو کې واټس آپ او فېسبوک بند کړل

روهي (پنځه نۍ/۲۲  د کب)، ړد پاکستان حکومت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې دولتي کارمندان نه شي کولی چې په دولتي ادارو کې د رسمياتو پر مهال فېسبوک، سکای پ، واټس آپ او نور وکاوري. 

د دغه مخنيوي لامل د سيمې د هېوادونو د استخباراتي ادارو له لارو دولتي سندونه د لاس رسي وېره ښوودل شوې ده. حکومت په ټولو ټولنيزو رسنيو او ځانګړي ډول پر واټس آپ بنديز لګولی دی. 

د پاکستان د حکومت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د سيمې يو شمېر دښمنه هېوادونه په دې لټه کې دي چې د پاکستان حکومت پټو مالوماتو ته لاس رسي پيدا کړي او له دې لارې خپلو موخو ته ورسيږي.