ايران او ايټاليا يې لومړۍ کرښه کې دي؛ ډېر ژر به د نړۍ نور هېوادونه هم ورسره يو ځای شي 

روهي (پنځه نۍ/۲ د کب)، د روغتيا نړيواله سازمان نن ورځ کرونا ويروس نړۍ ته خپرېدونکی او وبا مرض بللی او له نړيوالو يې غوښتي دي چې پرر وړاندې يې مبارزي ته ګړندي ګامونه پورته کړي. 

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې اوس مهال ايران او ايټاليا کې د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې له دې ويروس ډېر سخت اغېزمن شوي دي او لېرې نه دي چې  د نړۍ نور هېوادونه به هم ژر د کرونا ويروس تر بر بد اغېز لاندې راشي. 

د ياد سازمان د مالوماتو پر اساس چين لومړی هېواد دی چې تر ډېره د کرونا ويروس په مخنيوي توانېدلی دی. دغه ويروس لومړی له چين خپور شو، خو ياد هېواد وکولی شول چې تر يو بريده يې کنټرول او مخه يې ونېسي. 

د تازه شمېرو پر اساس کرونا ويروس د نړۍ ۱۰۷ هېوادونو ته رسېدلی دی او ټول - ټال تر ۱۲۰ زره کسان پرې اخته شوي دي.