د همدې اوونۍ په لومړيو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نړۍ د ۳۰ هېوادونو د سفيرانو او استازو په ګډون لوړه وکړه اود پنځو کالونو لپاره افغان ولسمشر وټاکل شو. د ولسمشر د دغه اقدام سره په مخالفت کې د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد اساسي قانون سره په ټکر کې په غېر مشروع ډول موازي حکومت اعلان کړ او د ټول - ګډونه حکومت د رئيس په توګه يې پرته بهرنيو مېلمانو له خپل ټاکنيز ټيم سره لوړه وکړه.
د عبدالله عبدالله ټاکنيز جنجالونه اوسني نه دي، بلکې له هغه دوه ځلې ټاکنو چې د حامد کرزي سره په کې نوماند وو او همدا ډول په ۱۳۹۳ل کال کې چې دی او ولسمشر غني مخکښ نوماندانو وو؛ عبدالله ټاکنيزې لانجې کړې او په پايله کې يې د متحدو ايالتو د وخت بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړېتوب افغانستان کې سياسي واک ووېشل شو؛ اجرائيه رياست رامنځ ته او عبدالله عبدالله د ملي يووالي په نوم د نوې جوړې شوې ادارې شريک شو.
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د دغه دور ټاکنيزو کړکېچونو پر مهال د امريکا متحدو ايالتو او په ځانګړي ډول زلمي خليلزاد هڅې وکړې ترڅو کړکېچ پای ته ورسوي، د لوړې له مراسمو څو ساعته وړاندې هم دا هڅې روانې وې، خو پايله يې ورنه کړي.
وروسته زلمي خليلزاد، سکاټ مېلر او د نړۍ نورو بهرنيو سياسي استازو د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ؛ د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ ځيني هېوادونو ولسمشر محمد اشرف غني ته مبارکي وويله او د نوموړي حکومت يې په رسميت وپېژندلو.
د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په يو ټوېټ کې د عبدالله عبدالله له موازي حکومت سره سخت مخالفت وښوود، خو له دغه نړيوال نه مشروعيت سره - سره عبدالله عبدالله او ټيم يې اوس هم په خپل دريځ حکومت ټېنګار کوي او اعلان شوي موازي حکومت ته ادامه ورکوي.
پوښتنه دا ده چې د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د ايران او روسيې سفيرانو يا استازو نه ګدون او همدا ډول ولسمشر غني ته د مبارکۍ نه ورکول په دې مانا کېدای شي؛ چې دغه دوه هېوادونه غواړي افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو پر وړاندې ودريږي او له عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي؟
لومړی خو ايران او روسيه له وړاندې په سوريه، يمن، اوکراين، عراق او ځينو خپلو کورنيو چارو کې له امريکا سره په ستونزو کې ګير دي. دغه دوه هېوادونه به خپل ځواک ته په کتو دا لوی رېسک ته غاړه ورنه کړي چې د امريکا پر وړاندې داسې يو څرګند سنګر ونېسي او په افغانستان کې د اساسي سره په ټکر کې د يو ناقانونه او نامشروع حکومت ملاتنړ وکړي.
دويم ايران او روسيه په اقتصادي ډول دومره غښتلي هېوادونه نه دي چې په افغانستان کې د يو حکومت مالي او اقتصادي ملاتړ ته مټ ورکړي او د امريکا په ملاتړ د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت سره سنګر ته شي.
درېيم دا ويل شو چې عبدالله عبدالله او ټيم يې په ۲۰۰۱ کال کې د پنجشير له غرونو را ووتل او د امريکا په مرسته او همکارۍ د کابل په اداره واکمن شول. دغه برخه کې ويل شوی چې عبدالله عبدالله او ټاکنيز ملګري يې نېږدې د ۲۰ او ۲۵ کالونو په ترڅ کې د متحدو ايالتو ملګري پاتې شوي دي، او به نه شي کولی چې خپلې ګټې د احساساتو په ترڅ کې زيان کې واچوي.
د ايران او روسيې چوپتيا يا پټ مخالف دريځ په دې پار دی چې له داسې لارو خپل ګټې خوندي کړي چې امريکا او د ولسمشر غني په مشرۍ اوسنی حکومت اړ کړي ترڅو د دوی اغېزمنتيا مهم وشمېرل شي.
عبدالله عبدالله هغه وخت زيان وکړ چې په تمه - تمه يې وخت تېر کړ او تر دې چې د ۴۰ سلنه سياسي واک ورکړه يې هم رد کړه. اوس دی په زيان او ولسمشر غني په ګته کې دی. له لوړې وروسته پر ولسمشر غني سياسي فشارونه راکم شوی دي او د عبدالله عبدالله فرمايشونو او غوښتنو ته په په مينه ځواب ورنه کړي.
امريکا هم د افغانستان او ولسمشر غني حکومت سره ملاتړ کې رېښتنې اراده نه لري، بلکې په خپلو ګټو پسې سره ده. امريکا داسې يو وضعيت رامنځ ته کوي چې افغانستان کې رامنځ ته شوی نوی حکومت په ستونزو کې وساتي او له څو مياشتو وروسته له طالبانو سره د خپلې شوې هوکړې اړوند د طالبانو به شمول نوی حکومت جوړ کړي او په يوې اغېزمنې لوبې سره افغانستان کې خپل ماموريت بشپړ کړي.
وروستي