ټرمپ په يو فرمان کې د اروپا د ۲۶ هېوادونو پر وګړو امريکا ته په ورتګ بنديز ولګولو 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۶ اروپايي هېوادونو پر وګړو يوه مياشت بنديز لګولی دی چې امريکا ته به سفر نه کوي. 

ټرمپ خپل حکومت ته ويلي دي چې دغه د تګ - راتګ بنديز به سبا د جمعې  له شپې پيل شي او تر يوې مياشتې به دوام وکړي. نوموړي د دغه بنديز لامل په نړۍ کې د کرونا ويروس مخ پر وړاندې خورېدل ښوودلي دي. 

د ولسمشر ټرمپ په دغه فرمان کې فرانسه، جرمني، ايټاليا، بلجيم، هنګري، يونان او ۲۰ نور اروپايي هېوادونه شامل دي، خو انګلستان چې په اروپا کې پروت له دغه بنديز بهر دی. 

ولسمشر دونالډ ټرمپ د متحدو ايالتو کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې ده چې ياد فرمان پلی کړي.