د نړۍ پر حکومتونو د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي (آنتونیو ګوترس) غږ 

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د کب)، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو گوترس د نړۍ د هېوادونو له مشرانو او حکومتونو غوښتي دي، چې د کرونا ويروس سره د مبارزې، مخنيوي او ګد کار په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي. 

آنتونیو گوترس له نړيوالو غوښتي دي چې کرونا ويروس يوه لويه نړيواله ستونزه او وبا ده چې د نړۍ په هر برخه کې هر کس يې بايد پر وړاندې مبارزه او همکاري وکړي. 

نوموړي ويلي دي، "د نن ورځې ساينس مونږ ته وايي چې د هېوادونو حکومتونه بايد خپل وګړي د کرونا ويروس په برخه کې معاينه، آزموینه، درملنه، جلا، تعقیب او تر څار لاندې ونېسي."

آنتونیو ګوترس وروسته له هغې د نړۍ له حکمتونو دغه غوښتنه کړې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان په رسمي ډول کرونا ويروس يوه نړيواله وبا ياده کړې ده.