الجزيرې: راکټي بريد کې د امریکا او انګلستان درې پوځيان وژل شوي 

روهي  (پنځه نۍ/۲۲ د کب)، عراق کې د امريکا متحدو ايالتو او د هغې ملاتړو ځواکونو پر يوې پوځي آډې راکټي بريدونه شوي دي، چې په پايله کې يې درې پوځيان وژل شوي او لس نور ټپيان دي. 

د امريکا متحدو ايالتو حکومت د دغه بريد پخلی کړی دی او ويلي دي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي. راکټونه په تاجي نومي پوځي کمپ لګېدلي دي. 

بريد کې دوه امريکايان او يو انګلېسی وژل شوی دی. متحدو ايالتو کې د امريکا د پوځ وياند پبه ټوېټر د دغه بريد د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې ۱۵ راکټونه په ياد پوځي کمپ وېشتل شوي دي.