د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلور نۍ/چهارشنبه) 

الجزيره: ملګرو ملتونو د امريکا او طالبانو د سولې هوکړه ليک په رسميت وپېژندلو 
روهي (څلور نۍ/۲۱ د کب)، د امريا متحدو ايالتو حکومت د ملګرو ملتونو امنيت شورا غوښتي وو چې دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې شوي هوکړه ليک په اړه رايه اچونه وکړي. 

خليلزاد پر ټوېتر ليکلي دي، "‏نن د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د هغه تړون چې موږ تیره اونۍ له طالبانو سره لاسلیک کړ او د متحده ایالتونو او افغان دولت ګډې اعلامیې په ملاتړ، د رایو په اتفاق پریکړه لیک منظور کړ."

نوموړي وړاندې زياته کړې، "‏د ملګرو ملتونو پریکړه لیک پر طالبانو او افغان دولت غږ کوي چې د اعتماد جوړونې اقدامتو ته دوام ورکړي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور چټک حرکت وکړي."

د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغان سولې پر تړون دوحه کې د نړۍ د دېرشو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو او استازو په شتون کې د زلمي خليلزاد او ملا غني برادر ترمنځ لاسليک شو. 

رويټرز: ګوګل خپل کارکوونکي په کور کېنول 
روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، ګوګل شرکت په شمالي امريکا (امريکا متحدو ايالتو او کاناډا) کې له خپلو کارمندانو غوښتي دي چې تر يوې مودې له کورونو چارې  او دندې مخه ته يوسي. ګوګل په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې کارمندان به يې ورسپارل شوي دندې د برېښنا او انټرنېټ پر مټ له خپلو استوګن ځايونو سمبالوي. 

ګوګل کمپنۍ وروسته له هغې دا سپارښتنه کړې، چې په لندن، سېنګاپور  او يو شمېر نورو لويې ښارونو کې نړيوالو شرکتونو لکه فېسبوک او نورو د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې خپل دفترونه تړلي او کارمندان له کورونو دندې تر سره کوي. 

د ګوګل وياند ويلي دي چې کمپنۍ بودجه ځانګړې کړې ده ترڅو د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې وقايي ګامونه پورته کړي؛ د خپلو کارمندانو او نړۍ روغتيا وساتي. 

فرانس پرېس: تايوان کوې د پوزبندونو (ماسک) فابريکو چټک فعاليت 
روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، وروسته له هغې چين کې کرونا ويروس خپور شو په کم وخت کې يې ګاونډ هېواد تاويوان ته هم سرعت وکړ. د تايوان حکومت د دغه هېواد له شخصي کمپنيو سره په ګډه کار کوي ترڅو د کرونا ويروس د لا خپرېدو  مخه ونېسي. 

تېره يوه مياشت کې په تايوان کې ځينو فابريکو تر ۵۲۰۰۰ پوزبندونه يا ماسکونه توليد کړي دي. د تايوان حکومت هڅه کوي چې په کمه بيه ماسکونه خپلو وګړو ته وړاندې کړي. 

د ماسک جوړونې کارخونو ځينيو کارمندانو رسنيو ته ويلي دي چې دوی په دې سخت کار وياړي، ترڅو خپلو خلکو او کورنيو ته ډاډمن ژوند ور په برخه کړي. 

د چين په شمول يو شمېر هېوادونو کې د پوزبندونو بيې د تېرې په پرتله څو ځلې لوړې شوي دي او حکومتونه هڅې کوي چې د کرونا ويروس پر وړاندې دغه وقايي کمربند غښتلی او ټولو ته د لاس رسي وړ وساتي. 

اسشېټېد پرېس: آرامکو: هره ورځ به ۱۳ مېلېونه بېرل تيل توليد کړو 
روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، سعودي عربستان کې د تيلو ستره توليدي کمپنۍ آرامکو وايي چې د تيلو په برخه کې تازه پانګونه کوي اود تيلو توليد ظرفيت به لوړ کړي. 

آرامکو اوس مهال له لس مېلېونه بېرل ډېر تپل توليدوي، خو اوس غواړي د تيلو توليد کچه لوړه کړي او په ورځني ډول ۱۳ مېلېونه بېرله تيل توليد کړي. 

که څه هم د کرونا ويروس خپرېدو په نړۍ کې سوداګري او په ځانګړي ډول د تيلو سوداګري بده اغېزمنه کړې ده، خو دغه سعودي کمپني وايي چې نړۍ کې د تيلو اړتيا زياته 
ده. 

جيونيوز: د امريکايي ډالر پر وړاندۍ پاکستانۍ کلدارې خپل ارزښت نور هم راټيټ کړی 
روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، د پاکستان په بازارونو کې پاکستانۍ کلدارې د امريکايي ډالر په مقابل کې خپله بيه راټيټه کړي ده. نن ورځ پاکستان کې يو امريکايي ډالر په 158.42 کلدارې وو. 

که څه هم له تېرو شپږ مياشتو پاکستانۍ کلداره د امريکايي ډالر په مقابل کې خپله بيه ټيټوي، خو نن ورځ د يو امريکايي ډالر پر وړاندې پاکستانۍ کلداره ۰،۹۸ پيسې راټېټه شوه. 

په دې اساس په تېرو درېيو ورځو کې هره ورځ پاکستانۍ کلداره يو روپۍ را ټېټه شوې ده چې عمومي سلنه يې ۲،۶ کيږي. 

پاکستان کې مالي او اقتصادي شنونکي د دغه لوېدنې لاملونه کرونا ويروس او د سيمې هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کمښت په ګوته کوي.