ډاکټر عبدالله: پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني نور ولسمشر نه دی؛ فرمانونه او حکومونه يې د باور وړ نه دي 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د يو فرمان پر بنسټ اجرائيه رياست لغوه اعلان کړ. د ولسمشر په فرمان کې حکومتي ادارو ته امر شوی دی چې د اجرائيه رياست مکتوبونه له دې ووروسته د باور وړ نه دي. 

د دغه فرمان په غبرګون کې ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې ملي يووالي حکومت پای ته رسېدلی دی او د ټول شموله حکومت ولسمشر به ډېر ژر نوی اجرائيه رئيس معرفي کړي. 

د خبرپاڼې بله برخه کې ويل شوي دي، چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني نور ولسمشر نه دی؛ فرمانونه او حکومونه يې د باور وړ نه دي. 

عبدالله عبدالله د اجرائيه رياست پخوانيو  پوځي او ملکي کارمندانو ته ويلي دي چې په عادي ډول دې د پخوا په څېر خپلو دندو ته ادامه ورکړي.