
روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنيني دورې د دويم کال په پرانېسته کې له ملي شورا غوښتي وو، چې طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي لپاره دوه غړي له مشرانو او پنځه غړي له ولسي جرګې ورته معرفي کړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د يادې غوښتنې پر اساس مشرانو جرګې د مرکچي پلاوي لپاره محمد اکبري او آمنه افضلي ټاکلي دي.
او همدا ډول ولسي جرګې د مرکچي پلاوي د غړیتوب لپاره فاطمه عزیز، غلام فاروق، فریده حمیدي، عبدالروف ابراهیمي او محمد نذیر حنفي معرفي کړي دي.