بيړنی خبر: ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان پر اساس اجرائيه رياست لغوه  اعلان کړ 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان پر بنسټ اجرائيه رياست لغوه اعلان کړ. دغه فرمان کې ليکلي شوي دي، چې له دې وروسته د اجرائيه رياست له ادرسه هېڅ کوم مکتوب د باور او پلي کېدو وړ نه دی. 

ملي راډيو تلوزيون پر خپلې پښتو فېسبوک پاڼې ليکلي دي، " رياست اجرائيه لغوه شو:
یوې معتبرې سرچینې ویلي چې ولسمشر غني د یو فرمان له مخې اجرائیه ریاست لغوه کړی. په دې فرمان کې ټولو ادارو ته ویل شوي چې له دې وروسته د دې ادارې له لوري لېږل شوي مکتوبونه اعتبار نه لري."

تر اوسه په دې اړه رسمي سرچينو څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې دوه نۍ په ورځ لوړه وکړه او ځان يې په خپله ولسمشر اعلان کړ.