ګوګل خپل کارکوونکي په کور کېنول 

روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، ګوګل شرکت په شمالي امريکا (امريکا متحدو ايالتو او کاناډا) کې له خپلو کارمندانو غوښتي دي چې تر يوې مودې له کورونو چارې  او دندې مخه ته يوسي. ګوګل په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې کارمندان به يې ورسپارل شوي دندې د برېښنا او انټرنېټ پر مټ له خپلو استوګن ځايونو سمبالوي. 

ګوګل کمپنۍ وروسته له هغې دا سپارښتنه کړې، چې په لندن، سېنګاپور  او يو شمېر نورو لويې ښارونو کې نړيوالو شرکتونو لکه فېسبوک او نورو د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې خپل دفترونه تړلي او کارمندان له کورونو دندې تر سره کوي. 

د ګوګل وياند ويلي دي چې کمپنۍ بودجه ځانګړې کړې ده ترڅو د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې وقايي ګامونه پورته کړي؛ د خپلو کارمندانو او نړۍ روغتيا وساتي.