
روهي (څلورنۍ/۲۱ د کب)، د روسيې پارلمان تېره ورځ د دغه هېواد اساسي قانون ځينې برخې تعديل کړې. د روسيې د ولسي جرګې د اساسي قانون د تعديل په برخه کې ٣٨٠ موافقې او ٤٣ مخالفې رايې وکارولې.
د دغه تعديل په رڼا کې به اوسنی ولسمشر پوتين وکولی شي چې په ۲۰۲۴ ال کې يو ځل بيا د روسيې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شي. اساسي قانون حکوم کوي چې يو کس کولی شي چې د شپږ کلنې دورې لپاره دوه ځلې ولسمشر شي.
له تېرو څو مياشتو د روسيې په اساسي قانون کې د تعديل هڅې روانې دي او د پوتين مخالفين وايي چې ولسمشر پوتين دا هڅې په واک کې د پاتې کېدو په پار کوي.