
د افغان بيسيم مخابراتي شركت د خوست ښارد ټولو واټونو، څلورلارو، جامع جوماتونو او ټولو دولتي رياستونولپاره 200 لوحې جوړې او پر خپلو ځايونو ولګولې. په جنوب ختيځ زون كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت مشر انجينر ګل نواز وايي ، چې د خوست ښاروالۍ او اطلاعات و كلتور رياست سره يې په ګډه د ښار د واټونو او څلور لارو لپاره د خوست او هيواد وتلو ،تاريخي او مشهورو څيرو نومونه غوره او دهغوى په نومونو لوحې ورته جوړې كړي. د لوحو د لګولو پرمهال د خوست والي ارسلاجمال له افغان بيسيم مخابراتي شركت مننه وكړه ، چې د لوحو په جوړولو سره يې خوست ښار ته لا ښكلا ور په برخه كړه ، ده په نورو ملي سوداګرو باندې هم غږوكړ چې د هيواد په جوړلو او سمسورتياكې پوره ونډه واخلي. په همدې مهال د خوست ښاروال انجينر سخي ميرالله اميري هم د مننې ترڅنګ وويل ، چې د غه لوحې به د هغو هيوادوالو سره چې په لومړي ځل خوست ته راځي او ياهم هغه خوست ميشتې چې له ليرې پرتو ولسواليو نه خوست ښارته راځي ، د ځاى په ژر پيداكولو كې ډېره مرسته و كړي، ښاروال همداشان زياته كړه چې داكار د افغان بيسيم مخابراتي شركت د برياوو او خدمتونوپه لړكې يوه بله ستره لاسته راوړنه اوبرياليتوب دى. د خوست ښار صنفي اتحاديي مشر كرامت خان خپواك وويل ، چې په ښاركې د دې ډول لوحو لګول نه يواځې داچې د ځاى په موندلو كې له ولس سره مرسته كوي بلكې راتلونكي نسل ته به زموږ د هيواد او سيمې اتلان او تاريخي څېرې هم ورو پيژندل شي اوهم به د هغوى نومونه په ذهنونو كې خوندي پاتې شي. په جنوب ختيځ زون كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت مشر انجينر ګل نواز وايي ، چې ډېر زر به د خوست ګاونډيو ولايتونو پكتيااو پكيتكا لپاره هم ورته لوحې جوړې كړي.