تر يو مېلېارد سمسونګ (انډروید) موبايلونه د هاک يا سايبري غلا په ګواښ کې دي 

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، له لندنه د نيوز په نوم يو رسنۍ لېکلي دي چې تر يو مېلېارد انډروید ځيرک موبايلونه چې ډېری يې سمسونګ دي، د هاک يا سايبري غلا تر ګواښ لاندي دي. 

په خپور شوي راپور کې ويل شوي دي چې ډيری هغه انډروید موبايلونه چې په ۲۰۱۲ او يا هم له هغې وړاندې بازار ته وړاندې شوي دي، نور ورته امنيتي ملاتړ نه ورکول کيږي او د سايبري حملو لاندې راځي. 

دغه راپور کې په ځانګړي ډول دغه پنځه ډول د ځيرک موبايل ډولونه د ګواښ لاندې دي؛ Motorola X, Samsung Galaxy A5, Sony Xperia Z2, LG/Google Nexus 5 .Samsung Galaxy S6

هکران به د ويروسونو، ځيني موبايل آپونو او انټي ويروسونو له لارې د پورته ذکر شوي موبايلونو مالوماتو يا ډاټا ته لاس رسی پيدا کړي.