کورنيو چارو وزارت:  اسدالله مشهور په

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، کورنيو چارو زورات په يوې اعلاميې کې ويلي دي، کابل کې يې نامسووله وسله وال اسدالله چې  په "خواهرزاده" مشهور وو له یوه ساتونکي سره یې ونیولی دی. 

د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي دي، "د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ده سبز ولسوالۍ په "بختیاران" کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نامسووله وسله وال اسدالله مشهور په "خواهرزاده" له یوه ساتونکي سره یو ځای نیولی دی.

یاد کس د وژنې او غلا په بېلابېلو قضیو او د ده سبز مېشتو په ځورونې تورن دی. اسدالله د پولیسو تر څار لاندې یو له ۲۲ هدفونو و.ل ه دې کس څخه یو میل کلاشینکوف، نظامي تجهیزات او یو عراده کرولا ډوله موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي." 

کابل کې يو ځل بيا د جنايي پېښو  په اړه د خلکو اندېښنې راپورته شوې دي او تازه همدا اوونۍ په نوې کارتې سيمه کې د يوې کورنۍ څلور غړي د خپل کور دننه وژل شوي دي.