ايران ۷۰ زره بنديان له زندانانو ازاد کړل 

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، د ايران حکومت په دغه هېواد کې د کرونا وژونکي ويروس د مخ پر وړاندې خپرېدو وروسته تر ۷۰ زره بنديان په لنډمهاله توګه له زندانونو ازاد کړي دي. 

د ايران حکومت په خپل هېواد کې ښوونځي، پوهنتونونه، ټولنيز مرکزونه تړلي دي او په سترو ناستو له ورزشي لوبو او فرهنګي پروګرامونو يې هم بنديز لګولی دی. 

منځني ختيځ کې ايران لومړنی هېواد دی چې کرونا ويروس په تيزۍ په کې روان دی. دغه ويروس ايران کې په لسګونه کسان ووژل او په زرګونه نور  پرې ککړ شوي دي.