روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې په يو وخت کې د لوړې دوه مراسمو په تر سره کېدو خپګان ښوودلی.
روهي ته د حامد کرزي له دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په هېواد کې اوسنی بحراني وضعیت د امريکا متحدو ايالتو د سپکاوي ډک او توپيري سياست پايله ده.
کرزي ويلي دي چې که چېرې امريکا په رېښتيا هم په افغانستان کې د ټاکنيز کړکېچ حل غوښتلی نو له اوله به يې په دې برخه کې هڅې کړې وای.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د ټاکنو جنجالي پايلو د اعلان په اړه اندېښنې څو ځلې د متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره شريکې شوې وې.
د خبرپاڼې په اخير کې ويل شوي دي چې اوس مهال بايد افغانان په يووالي او اتحاد سره د بهرنيانو جوړې شوې دسيسې او پلانونه مات او ور شنډ کړي ترڅو خپل ګران هېواد له دغه دسيسو وژغورو.
وروستي