عطا محمد نور: محمد اشرف غني ته د بيا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي وايم



روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د بيا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي ويلې ده. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې د تېرې ورځې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو  انځورنه شريک کړي دي او هيله يې ښوودلې ده چې د نوموړي پنځه کلنه دوره په هېواد کې د سولې او ارامۍ دور ووسي. 

عطا محمد نور د جمعيت ګوند مخکښ غړی دی او په ۲۰۱۴ کال کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز ټېکټ غړی وو. نوموړي د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې لومړی له محمد حنيف اتمر ملاتړ وکړ او وروسته له ولسمشر غني سره يو ځای شو. 

 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ