وسله والو د ټوپک په ډزو ۴۳ کسان ووژل 

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، د افريقا په لويې وچې (بورکینا فاسو) نومي هېواد کې څو وسله والو کسانو په (ياتېنګا) نومي کلي کې ۴۳ کسان په ډزو وژلي او شپږ نور  ټپيان دي. 

د بورکینا فاسو حکومتي چارواکو ويلي دي، چې مالي سره پر پوله وسله والو دوه کلي تر بريد لاندې نېولي دي، چې دغه تلفات په کې رامنځ ته شوي دي. 

دغه پېښه د قومي  او نژادي توپيرونو پر اساس شوې ده. حکومت کومه ډله تورنه کړې نه ده او نه هم کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت منلی.