سرچينې: ولسمشر غني د زر طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان ورکړ 

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زر طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان صادر کړی دی. 

رويټرز لوېدېځۍ رسنۍ د يو شمېر افغان سرچينو د مالوماتو پر اساس ليکلي دي، چې دغه زرو کسان کې ډېری هغه طالب بنديان شامل دی، چې عمرونه يې ډېر دي. 

تر اوسه د افغان حکومت رسمي سرچينو په دې اړه مالومات نه دي ورکړي، خو تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو په ترڅ کې وويل، چې د طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه به فرمان ورکړي. 

د امريکا متحدو ايالتو او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې اړوند ټاکل شوې وه چې نن ورځ به د افعانانو ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شي.