د سیاسیونو لوبه او د افغانانو انديښنې

تاسو وګورئ چې افغانستان له یو حساس پړاو تیریږی، له یوې خوا د جګړې او سولې موضوع چې یو واحد مرکزي حکومت ته اړتیا لري او له بلې خوا د سیاسیونو جنجالونه چې تر ټولو زیات اغیز د سولې په پروسه کولی شي.

وضعیت تر بل هر وخت پېچلی او نازک دی، ملت محروم او په مبهم حالت کې دی، ولس له جګړې ستړی او د سولې خواست ته یې باید لبیک وویل شي.

په دغسې وضعیت کې اندکه غفلت پر افغانانو یوه نوې جګړه تپلی شي چې جبرانول به یې لسیزې وخت ونیسي.

د کابل په واټونو لا دافغانانو وینې نه دي وچې شوي، دتېرې ورځې برید کې د ٤٠ شهیدانو جنازې لا په کورونو کې پرتې دي او لسګونه ټپیان لا په روغتونونو کې پراته دي، خو په اصطلاح سیاسي مشران مو په څه بوخت دي.

ښکاره ده چې د قدرت دا وږي په جګړه کې راحته دي او د ملت او خاورې ذره غم ورسره نشته.

ټاکنیز کړکېچ د څه لپاره او چا جوړ کړی هماغه د ٢٠١٤ کال ډرامه ده د افغانستان او افغانانو په عزت او حیثیت لوبه ده.

افغانان، په دې تمه چې ټاکنې به وضعیت نسبي ښه او ستونزې به کمې کړي رایه ورکړه. خو بدبختانه ځینو ټاکنیزو ټیمونو او سیاسیونو نه یوازې دا چې د خلکو رایو ته یې درناوی و نه کړ بلکې، دغه ملي پروسه یې قصداً لانجمنه کړه.

اول یې د ټاکنو نتایج په میاشتو میاشتو وځنډول او اوس په اساسي قانون ور ختلي پاېلې هم نه مني.

ښکاره ده چې دا هرڅه شعوري او دپلان مطابق ترسره کېږي څو بیا د ٢٠١٤م کال سناریو تکرار او په قدرت کې پاتې شي.

موږ له ٢٠١٤ کال څخه په بدتر او نازک وضعیت کې واقع یوو. جګړه ډېره شوې، فقر، فساد، خپلسري، بې عدالتي، دقانون نقض او زورواکي زیاته شوې او لوی لامل یې پنځه کلن دوه سری حکومت و چې په شین زور پر افغانان تحمیل شو.

د روان وضعیت دوام د یو افغان په ګټه هم نه دی. سیاسیون باید د ملي ګټو لپاره له شخصي ګټو تېر شي او دواړه مشرانو چې د لوړې مراسمو لپاره یې جلا جلا تابیاوې نیولي که په یو حکومت سلا نشي نړیوال مجبور دي چې یو وار بیا مستقیمه مداخله وکړي چې په پاېله کې به داسې یو ګډوله حکومت راباندې را وتپي چې په تېر دوه سري حکومت به شکر اوباسو. هغه مهال به جګړه همدا شان روانه وي او د سولې ټول فرصتونه به مو له لاسه ورکړي وي.

افغانان د خپلو رایو پایله غواړي، پایله کې یو کس د ټاکنو کمېسیون بریالی اعلان کړی او اړتیا ده چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پریکړه و منل شي.

نور ټیمونه دې حکومت کې شریک شي او بیلابیلو برخو کې دې د خلکو او هېواد لپاره کار وکړی.

خدمت او کار کول، یواځې ریاست جمهوري نه ده چې ټولو ورته بډې وهلي دي، بلکې خدمت هر ځای او هرکله په هر ډول امکاناتو کیږي.

نو هیله ده چې ساسیون وضعیت ته وګوري، کنه عام ولس دې له هغو سیاسیونو لاس واخلي چې د افغانستان د بربادۍ لپاره پردۍ پروژې مخ ته وړي.