
اجمل روهي
د چاترونګا لوبه په پخواني هند کې
د دې لوبې په هکله لومړۍ يادونې، په هندکې د پنځمې زيږديزې پيړۍ په قلمي نسخو کې شوي. بايد وويل شي، چې دغه لوبه د ((چاترونګا)) په نوم ياده شوې او هغه مهال د دې لوبې نه يوازې قواعد بل ډول وو ، بلکې لوبغاړي يې هم څلورو تنو ته رسيدل او همدا راز د لوبو د پرمخ بيولو لپاره کمسايي يا دوه مکعب ډوله هډوکي کارول کيدل.
په روسي ژبه کې شطرنج ته شاخمات «шах мат» يانې شاه مات وايي. د روسي ژبو سرچينو په وينا د پارسي ژبې څخه دا کلمه دوی ته ورغلې او مانا يې په پارسي کې ده: شاه مات يانې شاه مړ. بايد وويل شي، د مات کلمه په پښتو کې اوس هم کارول کيږي او د پوځ ماته ، يا د چا مغلوبولو ته هم مات وايي او زما په اند په دې هکله تامل په کار دی. له بلې خوا په هند کې د پښتنو ډېر پاچاهۍ هم تيرې شوي، چې کيدی شي ورسره تړاو ولري.(په دې هکله څېړنې ته اړتيا شته !).
د شطرنج لوبه د عربو له برکته په اتمه پيړۍ کې اروپا ته هغه مهال رسيدلې، چې دوی اسپانيه او د اروپا ځينې نورې برخې تر خپلې ولکې ﻻندې راوستې. روسيې ته د بېلګې په توګه دغه لوبه په لسمه او يولسمه پيړۍ کې رسيدلې.
د شطرنج لوبې لومړی تورنير يا سيالي په 1575 ز کال کې د اسپانيې پاچا دوهم فيليپ په دربار کې تر سره شوې.
اخځليکونه :
_ويکيپېډيا
_ http://www.vokrugsveta.ru/
(له نړۍ چاپېره يا له رڼا چاپيره)