د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د عبدالله عبدالله له خوا د موازي حکومت اعلان سره سخت مخالفت ښوودلی 

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په افغانستان کې د يو واحد حکومت او ملي حاکميت ملاتړ کړی. 

نوموړي شپږ ساعته وړاندې په ټوېټر د عبدالله عبدالله له خوا د موازي حکومت سره سخت مخالفت ښوودلی دی او د يو واحد افغانستان ملاتړ يې کړی دی. 

نوموړي په ټوېټر ليکلي دي، "د امريکا متحد ايالت د يو واحد او ملي حاکميت لرونکي افغانستان ملاتړ کوي او په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت او د زور له لارې د واک نېولو سره سخت مخالفت کوي."

پميو ليکلي دي چې متحد ايالت په افغانستان کې د ديموکراسي او بشري حقونو ملاتړ کوي. پيميو دا ټوېټ وروسته له هغې کړی دی چې تېره ورځ عبدالله عبدالله د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو هم مهاله موازي حکومت اعلان کړ او لوړه يې وکړه.