محمد حنيف اتمر ولسمشر غني ته تبريکي ويلي 

روهي (دوه نۍ/۱۹ د کب)، د هېواد ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د لوړې مراسمو او د هېواد ولسمشر په توګه د پنځه کلن بهير مبارکي ويلې ده. 

حنيف اتمر په ټوېټر ليکلې ده، "نن ورځ د افغانستان د جمهورئيس په توګه ښاغلي ډاکټر اشرف غني خپل د لوړې مراسم تر سره کړل، له خپله اړخه ډاکتر صيب غني ته د دويم ځل له پاره د د افغانستان د جمهورئيس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وايم."

نوموړي ليکلي دي چې که څه هم دی او يو شمېر ټاکنيز ټيمونه په تېر کې د ولسمشر غني سره مخالف وو، خو د لوړې په مراسمو سره زمونږ اختلافت پای ته رسېدلي دي. 

د يادونې ده چې نن ورځ يوناما او د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم محمد اشرف غني په ټوېټر ولسمشر غني ته تبريکې ويلي.