
روهي (دوه نۍ/۱۹ د کب)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ټاکنو کې د بريا او لوړې مراسمو تبريکي ويلي ده.
عمران خان په ټوېټر ليکلي دي، "غواړم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ووايم او له نوموړي سره د همکاري هيله لرم."
عمران خان وړاندې ليکلي، "پاکستان به هر هغه څه وکړي چې په افغانستان کې د سولې راتګ شونتيا برابره کړي."
د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې چې نن ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې تر سره شول د پاکستان سفير زاهد نصر الله خان هم برخه اخېستې وه.