برازيل کې سيلابونو ۲۴ کسان وژلي 

روهي (دوه نۍ/۱۹ د کب)، برازيل کې د سختو بارانونو له امله سيلابونه راغلي او د ځمکې ښوېدنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي، لسګونه ټپيان او ورک دي. 

د برازيل چارواکي وايي چې په زرګونه کسان د دغه سيلابونو له امله بېځايه شوي هم دي. حکومت او دواطلب کسانو هڅې پيل کړي دي چې خلک له دغه طعبيي بحران وژغوري. 

تېرو کالونو کې هم په برازيل کې دغه ډول طعبيي پېښو د لسګونه کسانو ژوند اخېستی او درنه مالي تلفات يې رامنځ ته کړي دي.