شمالي کوريا بالسټيک توغندي وتوغول

روهي (دوه نۍ/۱۹ د کب)، له شمالي کوريا راپورنه وايي چې دغه هېواد په تازه ازموينو کې بالسټيک توغندي توغولي دي. د شمالي کوريا دولتي رسنيو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو جاپاني چارواکي وايي چې شمالي کوريا بالسټيک توغندي ازمويلي دي. 

دغه توغندي د شمالي کوريا هامګيونګ ولايت څخه د بحر په لور د ۲۰۰ کېلو متره په واټن توغېدلي دي. د جاپان دفاع وزارت ويلي دي، چې شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د اعلاميې سره خلاف د بالسټيک توغنديو ازموينه کړې ده. 

د سويلي کوريا د امنيت وزير  په يوې بيړنۍ ناستې کې ويلي دي، چې شمالي کوريا له تېرې يوې اوونۍ يو ځل بيا د وسلو ازمويل پيل کړي دي، چې د جوړجاړي په خبرو به منفي اغېز وکړي.