ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست کې د لوړې مراسمو په اړه وروستي مالومات

روهي (دوه نۍ/۱۹ د کب)، نن دوشنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په اجرائيه رياست کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو ته چمتوالی نېول شوی دی. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي ويلي دي چې د مذاکراتو پر اساس ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسم تر درېيو ساعتونو ځنډېدلې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني د لوړې مراسم يوولس بجې ښوودل شوي وو، خو همدا نن ورځ ماسپيښن ته ځنډول شوي دي. 

اجرائيه رياست  وايي چې دوی هم د څو ساعتونو لپاره د ولسمشر په توګه د عبدالله عبدالله  د لوړې مراسم ځنډولي دي. د ثبات او همپالنې ټيم وايي چې که چېرې ولسمشرۍ ماڼۍ د لوړې مراسم تر سره کړي نو دوی به هم همغه شيبه مراسم تر سره کړي. 

ولسمشر محمد اشرف غني ته به د سترې محکمې مشر يا قاضي القضاوت لوړه ورکړي. د عبدالله عبدالله ټيم وايي چې د هېواد يو ديني عالم به عبدالله عبدالله ته د ولسمشر په توګه لوړه ورکړي. 

د لوړې مراسم د لوېدېځو ډپلماټانو او په ځانګړي ډول د زلمي خليلزاد خبرو او ناستو په پار ځنډول شوي دي. زلمي  خليلزاد تېره شپه څو ځلې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي خو پايله يې نه ده ورکړې. 

دواړه ټاکنيز ټيمونه وايي چې د لوړې مراسم به نن ورځ له ماسپېښين وروسته تر سره شي.