روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، سرچينې وايي چې د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خليلزاد نن ورځ څو ځلې د روان ټاکنيز کړکېچ په اړه له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي، خو تر اوسه يې پايله يې نه ده ورکړې.
عبدالله عبدالله ته وړانديز شوی دی، چې نوي حکومت به ۴۰ سلنه برخه ولري، د اپوزېسيون مشر به وي، د سولې مسووليت به ورکړل شي او همدا ډول به په ملي امنيتي ادارو کې برخه ولري؛ خو ويل کيږي چې عبدالله عبدالله دا وړاندېزونه رد کړي دي.
د عبدالله عبدالله ټيم که له يوې خوا له دولت جوړونکي ټيم سره د خبرو وايي خو له بلې خوا زياتوي چې د عبدالله عبدالله سبا دوشنبه د ټول شموله حکومت د ولسمشر په توګه لوړه کوي او ټول چمتوالی هم ورته نېول شوی دی.
ځينو نورو سرچينو بيا ويلي دي چې د عبدالرب رسول سياف په شمول يو شمېر سياسي څېرو غوښتل نن ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري، خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دفتر ورته ويل شوي دي، چې دی ناروغ دی او لېدنه نه شي کولی.
ولسمشرۍ ماڼۍ له تېرې ورځې د پنځو نورو کالونو لپاره د منتخب ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته بلنليکونه لېږلې دي او پوره تياری ورته نېول شوی دی. کورني او بهرني مېلمانه دغه ناستې ته بلل شوي دي.
د حقوقو برخې پوهان وايي چې په يو هېواد کې د دوه کسانو له خوا د ولسمشرانو په توګه لوړه هېڅ حقوقي توجيه نه لري او زياتوي چې په دې برخه کې ټاکنو خپلواک کمېسيون محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان کړی او د قانون به اساس بايد لوړه تر سره کړي.
وروستي