کابل کې استېناف محکمې څلور کسان په اعدام  محکوم کړل 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)،  کابل کې د کورنیو او بهرنیو امنیتي جرمونو د څېړنې استېناف محکمې نن ورځ څلور کسان په اعدام محکوم کړل. ياد کسانو کابو دوه نیم کاله مخکې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ له خشکي کلي څخه ۱۱ کلن نقیب الله وتښتوه او وروسته یې ووژه.

ياد کسان له دې وړاندې ننګرهار کې لومړۍ يا ابتدايه محکمې په په څلور - څلور کاله بند محکوم کړي وو. د  نقیب الله پلار وايي چې دغه انسان تښتونکو ورڅخه د زوی د خلاصون په پار پنځه مېلېونه پاکستانۍ کلدارې غوښتلې. 

د کورنیو او بهرنیو امنیتي جرمونو د څېړنې استېناف محکمې قاضيانو ويلي دي چې دغه انسان تښتونکو په خپل جرمونو اعتراف کړی دی.