حکمتيار: محمد اشرف غني دې د ولسمشر په توګه  خپلې دندې ته دوام ورکړي 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، د حزب اسلامي ګوند مشر او د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ګلبدين حکمتيار وايي چې محمد اشرف غني دې د ولسمشر په توګه خپلې دندې  ته په همدې شته حکومت کې ادامه ورکړي ، خو په ورته وخت کې دې ملي مسايل يوې باصلاحيته ډلې ته وسپاري. 

حکمتيار په افغانستان کې د ټاکنو پر سر راپورته شوي بحران ته په کتو ويلي دي، چې همدا حکومت چې اوس يې ولسمشر غني په سر کې دی په خپل ځای دې پاتې شي، خو په ورته وخت کې دي د سولې په شمول ملي مسايل مهم ونېول شي او يوې باصلاحيته ډلې ته دې وسپارل شي. 

حکمتيار د  ټاکنو پر ځای پر سولې ډېر ټېنګار کړی دی او ويلي دي چې د بين الافغاني خبرو پيل او بيا د خبرو په جريان کې دا بحث کول چې همدا حکومت دې دوام وکړي او که لنډمهاله حکومت دې رامنځ شي، بايد پرې خبرې وشي. 

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي، ولسمشرۍ ماڼۍ د محمد اشرف غني او اجرائيه رياست د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو ته چمتوالی نېولی او ټاکل شوې ده چې سبا به يې تر سره کړي.