انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛  ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس - دويمه برخه

درېيمه سټراټېژي: د جملو جوړښت مه پېچلی کوئ Use familiar and natural sentence structure: 
هر کله چې د ټافل ازموينه کې د لېکنې يا Writing  برخه باندې کار کوئ، نو هغه جملې چې تاسې يې بايد ځوابونو کې ولېکئ او يا هم لېکنه  کې يې کاروئ،  نو هڅه وکړئ چې جملې په داسې ډول وکاروئ چې تاسې ته عادي او طعبيي وي. 

عادي او طعبيي په دې مانا چې د جملو جوړښت تاسې په ورځنيو خبرو کې کاروئ. يانې د جملو structure يا جوړښت بايد natural او familiar وي. ځيني کسان هڅه کوي چې اوږدې جملې يا complex sentences  چې نورې فقرې يا clauses ولري استعمال کړي ترڅو ښې نمرې واخلي، خو دلته بايد دا هڅه وشي، چې په عادي ډول د  جملو هغه جوړښت وکارول شي چې تاسې ور سره بلد ياستی. 

دغه برخه کې لاندې دوه بېلګې په غور سره پرتله او ولولئ. لاندې دوه بېلګو کې دغه پوښتنه  ځوابيږي خو د ځواب په برخه کې يې د جملو جوړښت ژور توپير لري، چې لومړی پرګراف پيچلی او دويم ساده او د پوهېدنې وړ دی. 


 (Do you agree the zoos are beneficial because the educate the people?)

 

لومړۍ بېلګه: 

 

1-    The first reason that I disagree that zoos are beneficial and educate public is that they don’t provide education, which can come from schools that can teach people more. People who visit zoos can’t learn very much about the animals because the animals, which are kept in cages and small areas, don’t do a lot while the people, who can’t touch the animals, must walk around and can’t see very much because the animals can’t do anything. The fact that people and animals are separated, which was boring for me when I went to a zoo, is because people must be protected, but animals are kept in small cages and spaces, which is unfair and maybe make them angry and more dangerous to people.  

پورته بېلګه کې اوږدې – اوږدې جملې له ډېرو Adjective او adverb فقرو يا clauses سره کارول شوې دي. د ټافل ازموينه کې دا يوه تېرونه ده چې اوږدې جملې جوړې او بيا يې په منځ کې Adjective او adverb فقرې يا clauses استعمال شي. که څه هم پورته پرګراف کې ګرامري تېروتنې نشته خو د جملو اوږدوالي د پرګراف  خوند خراب کړی او په سختۍ ترې مفهوم اخېتسل کيږي. اوږدې جملې هم تېرونې لري او هم يې مفهوم ګونګ او لوستونکي ته ستونزمن وي. غوره دا ده چې جملې په هغه ډول استعمال کړئ چې پخوا کې ور سره بلد وی. 

دويمه بېلګه: 


2-    First, I disagree with the educational benefits of zoos because they don’t provide education. People learn more at schools. However, visitors to zoos can’t learn very much because the animals are kept in small cages and areas. Therefore, they can’t do very much, and people don’t see anything. People can’t touch the animals since the people and animals are separated to protect the visitors. When I visited a zoo, I was bored. However, maybe the animals are angry because they are unfairly kept in cages. 

 


اوس که چېرې لومړی او دويم پرګرافونه سره پرتله کړئ، نو په يوې موضوع لېکل شوي دي. موضوع يې د ژوبڼونو ګټې دي چې آيا ګټه لري او کنه؟ دواړه پرګرافونو کې د ژوبڼ ګتو منفي ښوودل شوي دي خو ګرامري جوړښتوه او جملې په کې توپيري کارول شوې دي. لومړي پرګراف کې جملې اوږدې او پيچلې دي او بيا په دويم پرګراف کې ساده او اسانه جملې را اخېستل شوې دي، چې مفهوم يې هم اسان دی. 

نو هر کله چې د ټافل ازموينې د لېکنې يا writing په برخه کې لېکنه کوي، نو اړينه ده چې دويمه بېلګه پلې کړئ ترڅو ښې نمبرې واخلئ. 

نور بيا، په درېيمه برخه کې..........