کندز کې چارواکي: د طالبانو ډرون مو رانسکوره کړه 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، کندز کې چارواکي وايي چې دغه ولايت کې يې د طالبانو يوه هوایي یا ډرون کمره رانسکوره کړې ده. 

د  کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډيو ته د پېښې د تائيد  کړی او د لوېدلې کمرې  انځورونه يې هم شريک کړي دي. 

طالبانو تر اوسه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي چې آيا لوېدلې ډرون کمره دوی پوري اړه لري او کنه.