علي وزیر او محسن دوړ د ولسمشر لوړې مراسمو ته راتلل خو د پاکستان حکومت بېرته ګرځولي دي 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د تلې)، د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي علي وزیر او محسن دوړ  چې غوښتل يې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي، د پاکستان حکومت له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې. 

محسن دوړ چې له وايي ډګر راستون کړل شوی وو، رسنيو ته ويلي دي چې له پاکستاني پوليس يې غوښتي دي، چې افغانستان ته د تګ اجازه ورکړي ترڅو د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. 

علي وزیر او محسن دوړ له وړاندې پاکستان ممنوع الخروج اعلان شوي وو او بهر تګ يې بنديز لګېدلی دی. 

د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم سبا تر سره کيږي چې په کور دننه او له بهر ورته په سلګونه مېلمانه غوښتل شوي دي.