په ایټالیا کې د کورونا وېروس له کبله لږ تر لږه ۲۳۰ کسان مړه شوي

روهي(یوه نۍ/۱۸ د کب)، په ایټالیا کې د کورونا وېروس له کبله لږ تر لږه ۲۳۰ کسان مړه شوي او چارواکي وايي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ کسان مړه شوي، خو په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۵ زرو او ۸۸۳ ته رسېدلی. یټالیا هم په اروپا کې د کورونا وېروس له کبله ډېره زیانمنه شوې او په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په لوړېدو دی.‌
 
نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د ۳۵۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده، چې ډېره برخه یې په چین کې - هلته چې دا وېروس پیدا شوی دی، ده. دغه وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه، ایټالیا غواړي په لومباردي او ۱۱ نورو شمالي سیمو شاوخوا ۱۶ کسان د راتلونکې اپرېل میاشتې تر درېیمې نېټې قرنطین کړي.
 
په ایران کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېدلی او ۱۴۵ کسان پکې مړه شوي او ایټالیا غواړي د لومباردي او ۱۱ نورو سیمو کابو ۱۶ میلیونه کسان د کورونا وېروس له کبله قرنطین کړي.