ولسمشر غني د عبدالعلي مزاري د مړينې ياد غونډې پر مراسمو د شوي بريد په اړه يو پلاوی ته د پلټنو امر کړئ 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني يو پلاوی ټاکلی دی ترڅو د عبدالعلي مزاري د مړينې ۲۵کليزې ياد غونډې مراسمو بريد په اړه پلټنې تر سره کړي. 

د ولسمشرۍ وياند صديق صديقي په ټوېټر ليکلي دي، "د ولسمشر د کب مياشتې ۱۶ نېټې تروريستي پېښې پلټنې په موخه پلاوی ټاکلی دی." 

تېره ورځ د محمد کريم خليلي او محمد محقق له حکومت غوښتي وو چې که چېرې د پېښې تر شا يې لاس نه وي نو بايد چې پلاوی وټاکي او د تر سره شوي بريد په اړه پلټنې تر سره کړي. 

د عبدالعلي مزاري د مړينې ياد غونډې پر مراسمو بريد کې ۳۲ کسان ووژل او تر ۸۱ نور په کې ټپيان شول. دغه مراسمو کې ډېرۍ سياسي څېرو هم برخه اخېستې وه خو ژوندي ترې ووتل.