د لوګر ولايتي شورا غړی (ناصر غیرت) سره د خپلو دوه ساتونکو نن کابل کې ووژل شو 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، د ناصر غیرت په نوم د لوګر د ولايتي شورا يو غړی نن ورځ کابل کې سره د خپلو دوه ساتونکو د ناڅرګندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی. 

د کابل امنيه قومندانۍ د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې پېښه نن سهار شااوخوا نهه بجې د اتمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې رامنځ ته شوې ده. پېښه کې ناصر غیرت او د نوموړي دوه ساتونکي وژل شوي او موټرچلونکی يې ټپي دی. 

د لوګر ولايتي شورا د پېښې د تائيد سره وايي چې ناصر غیرت د کابل په نوې کارته سيمه کې کور درلود او له کور څخه د وتلو پر مهال  تر بريد لاندې راغلی دی. 

تر اوسه  کومې وسله والې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.