د همجنسګرانو لپاره (Grindr) نومي ځانګړی موبايل آپلېکېشن په ۶۰۸ مېلېونه امريکايي ډالر خرڅيږي 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، چين کې د ټېکنالوژۍ برخې يوې مشهورې کمپنۍ د Grindr په نوم موبايل آپلېکېشن جوړ کړ چې يوازې همجنسګرانو (نارينه له نارينه؛ ښځينه له ښځينه او نرښځيانو) به سره د مينې او اړيکې جوړېدو په پار کارولو؛ بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.  

جوړونکې کمپنۍ، د دغه موبايل آپلېکېشن بيه ۶۰۸ مېلېونه امريکايي ډالر ټاکلې ده او ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو او چين ترمنځ د دغه موبايل آپلېکېشن پر سر د وروستيو نيوکو وروسته يې خرڅلاووته وړاندې کوي. 

د امريکا متحدو ايالتو قضايي ادارو  د ټېک ټاک ټرڅنګ د Grindr موبايل آپ په اړه ويلي، چې د چين حکومت هڅه کوي د دغه موبايل آپلېکېشنونو د کارن مالومات تر لاسه او د استخبارتي موخو لپاره يې وکاروي. د متحدو ايالتو دغه خبرداريو Grindr خرڅلاو او ټېک ټاک په يو بل هېواد کې د مرکزي دفتر پرانېستلو ته اړ کړ. 

پکن کونلون چې د Grindr  څښتن دی ويل دي چې د San Vicente Acquisition په نوم يوې امريکايۍ کمپنۍ دغه آپلېکېشن پلوري.