ايران او کرونا ويروس: ۶۰۰۰ کسان پرې ککړ او ۱۴۵ يې مړه کړي دي 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د کب)، ايران کې د کرونا ويروس د ککړو او وژل شوي شمېر پورته شوې. تازه شمېرو کې شپږ زره کسان په دې ويروس اخته شوي او ۱۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

کرونا ویروس ايران د مهمو دولتي کسانو او پارلمان څو غړو ژوند هم اخېستی دی. تېره ورځ د ايران پارلمان يو بل غړی هم د کرونا ويروس له امله ومړ. 

اروپا کې ايټاليا هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس د قربانيانو شمېر په کې لوړ دی. دغه هېواد کې کرونا ويروس نېږدې شپږ زره کسان مثبت معاينه شوي او ۲۳۰ کسان مړه شوي دي. 

ټوله نړۍ کې کرونا ويروس ۳۵۰۰ کسان وژلي دي او هغه کسان چې په دې ويروس اخته شوي دي شمېرې يې له سل زره پورته شوې دي، چې ډېری يې په چين کې دي.