ولې زمري ته د ځنګل پاچا ویل کیږي؟

هر څوک وایي، چې زمری د ځنګل پاچا دی؛ حال دا چې نه د ګوریلا په شان غښتلی دی، نه له ایږ څخه د مټو زور یې ډېر دی، نه د پړانګ په شان منډه یې چټکه ده، نه د هوسۍ په شان اوږده ګامونه وهلی شي، نه د لېوه په شان ورانکار دی، نه د ګیدړې په شان هیله ګر دی او نه د کوترې په شان د الوتلو وړتیا لري؛ خو بیا هم د ځنګل پاچا نومېږي!!!

دا چې ډېر نور ځناور تر دی هم ښې وړتیاوې لري، خو دی بیا پکې پاچا نومېږي، لامل یې د نورو ځناورو پر وړاندې د چلند ځینې ځانګړنې یې دي:
۱. تر څو چې وږی نه وي، ښکار نه کوي. (بې اړتیا ښکاري نه دی).

۲. د لوږي په وخت کې خپل اړتیا ته په کتو ښکار کوي. (سراښ نه دی).

۳. د ځناور له منځه د ښکار لپاره پیاوړی یې ټاکي. (د بېوزلو ځناورو ښکاري نه دی).

۴. بلاربه ښځینه ځناور نه ښکار کوي. (رحم او مهرباني لري).

۵. له ښکار څخه وروسته لومړی خپل کورنۍ ته د خوراک اجازه ورکوي. (له ځانه تېرېدنه لري)

۶. د ښکار له خوړولو څخه ورسته، پاتې شوني یې نه خښوي او له نورو څخه یې نه پټوي. (لوړ نظر لرونکی دی)

۷. کله چې ناروغ شي، د خپل ډلې څخه ځان جلا کوي، څو چې نورو ته مزاحمت ونکړي.