د محمد محقق او کريم خليلي ګډه ناسته: د تېرې ورځې بريد کې حکومت ته د شک په سترګه ګوري 

روهي (نۍ/۱۷ د کب)، محمد محقق او محمد کريم خليلي نن ورځ کابل کې د عبدالعلي مزاري د مړينې ۲۵تلين پر  مراسمو د تېرې ورځې بريد په اړه خبري ناسته رابللې وه. 

دغه ناسته کې محمد کريم خليلي ويلي چې که چېرې حکومت په ياد بريد کې لاس نه لري، نو په اړه يې بايد جدي پلټنې تر سره کړي. خليلي ويلي چې  بايد جدي اقدامات وشي، د امنيتي ځواکونو له خوا د تېرې ورځې پېښې ته توجيه ورکول د منلو نه ده. 

دغه ناسته کې محمد محقق ويلي چې ځيني کسان د شااوخوا ودانيو د تلاشي مخنيوی وکړ خو د کابل امنيه قومندان پر تلاشۍ ټېنګار کولو. بريد له هغه ځای شوی چې د تلاشۍ مخه يې نېول شوې. 

د ياودنې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني بريد په کلکه وغندلو؛ امنيتي او روغتيايي مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې ګړندۍ هڅې وکړي او ټپيانو ته  لازمې مرستې تر سره کړي.